مسکو د اسلامي امارت پر ضد د بندیزونو پر لغوه کولو غور کوي
د بندیزو د لرې کولو په اړه دا څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي کړې دي.
فرانس پرېس خبري اژانس د دغه لوړ پوړي روسي ډېپلوماټ له قوله لیکلي، دی نه پوهیږې، چې مسکو به کله د اسلامي امارت نوم د بندیزونو له نوملړ وباسي خو وايي، په دې اړه خبرې روانې دي.
په ورته مهال اسلامي امارت د مسکو د دغه اقدام هرکلی کړی او دا یې د افغانستان د خلکو حق بللی دی.
د یادونې ده، چې له دې وړاندې د روسیې یوې محکمې او بهرنیو چارو وزارت پوتین ته په یو لېږلي راپور کې ویلي، چې کولای شي په دې هېواد کې د ممنوعه سازمانونو له لېست څخه د اسلامي امارت نوم لرې کړي.