د دوحې ناسته کې د اسلامي امارت غوښتنې ومنل شوې

د دوحې ناسته کې د اسلامي امارت غوښتنې ومنل شوې سیاست
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد

د دوحې ناستې لپاره داسلامي امارت پلاوي مشر مولوي ذبیح الله مجاهد د دغې ناستې تر پای ته رسېدو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، یاده ناسته کې د اسلامي امارت غوښتنې منل شوې دي.

ښاغلي مجاهد د دوحې درېیمه ناسته مثبته بللې په خبره یې، له خصوصي سکټور څخه ملاتړ، له نشه یې توکو سره مبارزې په برخه کې همکاري کول او له افغان بزګرانو څخه ملاتړ د اسلامي امارت غوښتنې وې، چې د دغې ناستې د ګډون کوونکو له لوري منل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، د دوحې دوه ورځنۍ ناسته کې یې د هېوادونو او سازمانونو له استازو سره مثبتې خبرې اترې درلودې.

ښاغلي مجاهد تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د دوحې ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د اقتصادي او بانکي محدودیتونو لرې کولو ژمنه ورکړې ده.

تړلي موضوعات