د امریکا ځانګړی استازی: افغان حکومت د امنیت، فساد مخنیوي او روڼتیا برخو کې بریالی دی

د امریکا ځانګړی استازی: افغان حکومت د امنیت، فساد مخنیوي او روڼتیا برخو کې بریالی دی سیاست
د دوحې درېیمه غونډه

د دوحې درېیمې ناسته کې د امریکا استازي ټام ویسټ په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان حکومت د امنیت ټینګښټ، فساد مخنیوي او روڼتیا برخو کې بریالی بللی دی.

ټام ویسټ په خپلو خبرو کې له اسیايي او نړیوال بانک غوښتي، چې کابل ته په سفر راشي او له بشري مرستو ورها خوا دې سوداګریز او اقتصادي کارونه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي ریاست رئیس ذاکر جلالي ویلي، د دوحې درېیمه ناسته کې ګڼو هېوادونو استازو څرګندونو کې د پام وړ پرمختګ ښکاري په خبره یې، دا څرګندونې ښيې، چې اسلامي امارت سره د تعامل دوام او پراختیا اراده شته.

ذاکر جلالي ویلي، دې غونډه کې د روسیې استازي  ضمیر کابلوف د افغانستان بانک کنګل شویو زېرمو د ازادېدو غوښتنه کړې او هغه یې د افغانانو ځانګړی حق بللی دی.

د چین استازي اسلامي امارت سوداګرۍ وزارت او د افغانستان بانک راپورونه مسلکي او د ستاینې وړ بللي.

بریتانیې بیا له افغانستان سره د تحریمونو لرې کولو برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی.

دغې ناسته کې ایټالیا استازې د افغانستان سوداګرۍ وزارت سره له نږدې د کار کولو ژمنه ورکړې او دغې ناسته کې یې د اسلامي امارت استازي ګډون د اقتصادي ملاتړ لپاره مهم بللی دی.

ها خوا قرغزستان هم د اسلامي امارت ملاتړ کړی او له هېوادونو یې غوښتنه کړې، چې افغانستان ته په لوړه کچه سفرونه وکړي او د هېوادونو دودونه، رواجونه او کورني موضوعات دې هغوی ته پرېښودل شي.

بلخوا قطر هم دغه ډول ناستې مهمې بللې دي، خو ایران بیا اقتصادي پیاوړتیا د افغانستان د ستونزو د هواري یوازینی حل بللی او د افغان حکومت اقتصاد محوره سیاست یې یو ښه ګام یاد کړی.

د پاکستان استازي ویلي، په اقتصادي لحاظ له افغانستان سره ولاړ دي او په افغانستان کې د سترو اقتصادي پروژو ملاتړ کوي.

تړلي موضوعات