د دوحې غونډه کې اکثریت هېوادونو د افغانستان د خصوصي سکټور ملاتړ کړی

د دوحې غونډه کې اکثریت هېوادونو د افغانستان د خصوصي سکټور ملاتړ کړی سیاست
د دوحې درېیمې ناستې دوام

د اسلامي امارت ویاند او د دوحې درېیمې ناستې د پلاوي مشر مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، د دغې ناستې په دویمه ورځ اکثرو هېوادونو د افغانستان له خصوصي سکټور د ملاتړ پلوي وکړه.

ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دې غونډه کې ژمنه وشوه، چې له بانکي او اقتصادي سیسټم به محدودیتونه لرې شي.

نوموړي همداراز د روسیې، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، امریکا او د اسلامي همکاریو سازمان دریځونه ستایلي دي.

د دوحې غونډې دویمه ورځ کې د خصوصي سکټور پر ملاتړ، د نشه یې توکو پر مخنیوي او د بدیل معیشت د جلب په تړاو جلاجلا بحثونه دوام لري.

تړلي موضوعات