دوحې ناسته کې مطرح شويو مسایلو کې پرمختګ به په راتلونکو ناستو هم تاثیر ولري

دوحې ناسته کې مطرح شويو مسایلو کې پرمختګ به په راتلونکو ناستو هم تاثیر ولري سیاست
د دوحې درېیمې ناستې د دوهمې ورځې پیل

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس ذاکر جلالي وایي، د دوحې درېیمې ناستې په پای کې به د افغانستان پلاوي مشر د مالي او بانکي تحریمونو او همداراز په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي جلالي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، نشه یې توکي له تېرې دورې ورته په میراث پاتې دي، چې له دغې پدیدې سره د مبارزې یوې برخې مسئولیت لویدیځو هېوادونو ته ورګرځي، چې باید خپل مسئولیت ادا کړي.

ویل کېږي د دوحې درېیمې ناستې په پای کې به تر ازاد بحث وروسته یاده ناسته رسما پای ته ورسېږي.

تړلي موضوعات