د دوحې ناستې د دویمې ورځې غونډه پیل شوه

د دوحې ناستې د دویمې ورځې غونډه پیل شوه سیاست
د دوحې درېیمې ناستې د دویمې ورځې د پیل غونډه

د اسلامي امارت ویاند او د دوحې ناستې د پلاوي مشر مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، نن به د افغانستان استازې په دوو جلاجلا موضوعاتو په تړاو ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړي.

ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لېکلي، په پیل کې به خصوصي سکټور ملاتړ او وروسته به د نشه یې توکو مخنیوي او بدیل معیشت د جلب په تړاو د اړوند ادارو د استازو له لوري معلومات وړاندې شي.

د دوحې درېیمه ناسته تېره ورځ د ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو له لوري پیل شوه، چې د افغانستان بانکي او مالي، خصوصي سکټور او نشه یې توکو مخنیوي او بدیل معیشت په اړه په کې خبرې اترې کیږي.

تړلي موضوعات