د دوحې ناسته دې د ستونزو د حل پیل وګرځي
د اسلامي امارت ویاند او دوحې ناستې د پلاوي مشر د دوحې ناسته یو فرصت بللی او هيله یې ښودلې، د ستونزو د حل پیل دې وګرځي ترڅو افغانان پوه شي، چې اسلامي امارت مشرانو، بانکي او مالي او خصوصي سکټور باندي بندیزونه پای ته رسېږي.
مولوي ذبیح الله مجاهد د غونډې له ګډنوالو د پوښتنې په توګه یادونه کړې، چې افغانستان د خپلواک نظام په درلودو، او د جګړې او ناخوالو پای وروسته غواړي، چې له نړۍ سره مثبت تعامل وکړي له یو اړخیز او څو اړخیزو بندیزونو سره مخ کیږي ولي؟
ذبیح الله مجاهد ویلي، نړیوال دې د تقابل پر ځای د تعامل لپاره لارې چارې ولټوي او په دې برخه کې دې خپله دنده او مسئولیت سرته ورسوي.
نوموړي زیاته کړې، له نړیوالو بندیزونو سره سره بیا هم اسلامي امارت د کوکنارو کښت، قاچاق او پروسس، چې نړۍ ترې متاثره وه، صفر ته نږدې کړی ، خو ځېنو هېوادونو د دې پر ځای چې په دې برخه کې د دوی ملاتړ وکړي بانکي محدویتونه لرې، د افغانستان ارزي زېرمي له کنګله وباسي د نه همکارۍ سیاست ته دوام ورکړي.
مجاهد د دوحې ناستې د مانا داره کولو لپاره د وړاندیز په توګه له ګډونوالو وغوښتل، چې ټول محدودیتونه، بندیزونه او هغه پرېکړې دې لغوه شي، چې د افغانستان خصوصي سکټور یې متاثره کړی.
د افغانستان زېرمو له کنګل ویستل او د افغانستان بانک په واک کې ورکول، د نړۍ له بانکو سره د افغانستان بانک تعامل پیلول، د نشه یې توکو د له منځه وړلو وروسته افغان بزګرانو ته بدیل معیشت برابرول او د یادو شویو موضوغاتو لپاره د کاري ډلو جوړول نور هغه موارد دي، چې د دوحې ناستې له استازو سره به پرې موثرې او مثمرې خبرې وشي.