ا.ا لوېدیځو هېوادونو سره د رښتیني عملي تعامل غوښتونکی دی

ا.ا لوېدیځو هېوادونو سره د رښتیني عملي تعامل غوښتونکی دی سیاست
د دوحې درېیمې ناستې ته د اسلامي امارت ویاند او دوحې ناستې د پلاوي مشر مولوي ذبیح الله مجاهد د وینا یوه برخه

د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د دوحې غونډې د پلاوي مشر د دې ناستې د پرانیستې مراسمو کې ویلي، د سیمې هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو پراختیا په دې مانا ده، چې افغان حکومت د اړیکو پراختیا ظرفیت لري.

مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، لوېدیځ هېوادونه دې هم د سېمې هېوادونو په څېر له افغان حکومت سره په یو واقع بینانه عملي تعامل کې د اړیکو پراختیا په لار کې خنډونه لرې او مثبت تعامل ته دې را وړاندې او اسلامي امارت سره دې د افغانستان مسئول حکومت په توګه ګډو دوه اړخیزو ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، له نړۍ په ځانګړي ډول غربي هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او تعامل لپاره اسلامي امارت پیاوړې اراده لري، خو افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر دیني، دودیزې او ولسې غوښتنې لري، چې باید درک شي تر څو دوه اړخیزې اړیکې د ناندریو پر ځای پرمخ لاړې شي.

ښاغلي مجاهد د غونډې په ګډونوالو غږ کړی، چې د ملګرو ملتونو د منشور په اساس باید د افغانستان اسلامي امارت ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ارزښتونو او غوراویو ته درناوی وشي.

نوموړي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د افغانستان کورني مسایل دې له بهرنیو اړیکو جلا کړي، څو په دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ را منځ ته شي.

تړلي موضوعات