ا.ا له سیاسي خپلواکۍ وروسته د اقتصادي خپلواکۍ لپاره هڅې کوي

ا.ا له سیاسي خپلواکۍ وروسته د اقتصادي خپلواکۍ لپاره هڅې کوي سیاست
د دوحې درېیمه ناستې ته د اسلامي امارت ویاند او د دوحې ناستې د پلاوي مشر د وینا یوه برخه

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د دوحې غونډې د پرانېستې مراسمو ته په خپله وینا کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي، چې له سیاسي خپلواکۍ وروسته اقتصادي خپلواکي هم په بشپړ ډول تضمین کړي، چې د افغانستان د واقعي اقتصاد د بیا راژوندي کولو په برخه کې یې ستر ګامونه هم اخیستي.

مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د دې چارې لپاره ولسي وګړو ته کاري فرصتونه رامنځته شوي، فابریکې جوړې شوې، ځوانان له بدبختیو راګرځول شوي او ښځو ته د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ستر سوداګریز فرصتونه برابر شوي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، د افغانانو د اقتصادي ستونزو د اساسي حل لپاره اړینه ده، چې یو اړخیز او څو اړخیز بندیزونه لرې انکشافي مرستې ترسره او پرېښودل شي، چې د افغانستان حکومت او خلک د ملي اقتصاد د بیا رغونې لپاره له خپلو ټولو ظرفیتونو څخه له محدودیت پرته ګټه واخلي.

مجاهد په خپلو خبرو کې ویلي، اقتصاد محوري د اسلامي امارت د سیاست اساسي عنصر دی او اسلامي امارت د دې سیاست پر مټ توانېدلی، چې د افغانستان له لارې د سېمې د اتصال امکانات برابر کړي.

نوموړي د افغانستان په شمال کې له ازبکستان څخه د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ رغولو ته په اشارې وویل، د دغې لارې رغول به وکولی شي، چې مرکزي اسیا له سویلي او ازادو اوبو سره ونښلوي.

تړلي موضوعات