سعودي عربستان کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیزي
د دوحې ناستې په درشل کې د سعودي عربستان استازو د اسلامي امارت ویاند او د دوحې ناستې د پلاوي مشر مولوي ذبیح الله مجاهد سره کتلي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ رغنده خبرې اترې وشوې.
ښاغلي مجاهد په خپله اېکس پاڼه ویلي، دې کتنه کې د سعودي عربستان استازو ویلي، غواړي ژر تر ژره په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیزي.
نوموړي زیاته کړې، د سعودي عربستان استازو له اسلامي امارت سره د تعامل غوښتنه کړې.