اسلامي امارت چمتو دی، چې الماني ډېپلوماټانو د فعالیت لپاره زمېنه برابره کړي

اسلامي امارت چمتو دی، چې الماني ډېپلوماټانو د فعالیت لپاره زمېنه برابره کړي سیاست
د افغانستان اسلامي امارت

اسلامي امارت وروسته له هغې د المان واکمن سوسیال ډېموکراټ ګوند ویاند نیلر اشمید د هغو څرګندونو ملاتړ کړی، چې له خپل حکومت یې کابل ته د الماني ډېپلوماټانو د استولو غوښتنه کړې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت حریت نیوز ته ویلي، چې اسلامي امارت د اشمید څرګندونو ته په ښه سترګه ګوري او که المان کابل ته خپل ډپيلوماټان را واستوي اسلامي امارت دغو ډپیلوماټانو ته د فعالیت زمینې برابرولو ته چمتو دی.

ښاغلي فطرت همداراز ویلي، د دواړو هېوادونو د سیاسي استازولیو بیرته فعالېدل به وکولای شي، چې د متقابل درک سطحه لوړه کړي.

د یادولو ده، چې المان واکمن ګوند د دې هېواد له حکومت غوښتي، چې په افغانستان کې د خپل سفارت پرانېستلو لپاره دې هڅې وکړي.

تړلي موضوعات