دوحـې ناسته کـې هنـد د افغانستان له دریځ ملاتړ وکـړ

دوحـې ناسته کـې هنـد د افغانستان له دریځ ملاتړ وکـړ سیمه
هند بیرغ

د افغانستان اسلامي امارت ویاند او افغان پلاوي مشر مولوي ذبیح الله مجاهد د افغانستان، ایران او پاکستان لپاره د هند له استازي جي پي سنگھ سره دوحه کې کتلي دي.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې هند هېواد دوحې ناسته کې د افغانستان له دریځ څخه ملاتړ کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، چې دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث وشو.

همدارنګه ښاغلي مجاهد ویلي، چې لیدنه کې له افغانستان سره د هند له مرستو څخه مننه هم وشوه.

د یادونې وړ ده، چې د دوحې ناستې له پیل وړاندې د افغان پلاوي مشر د روسیې او ازبکستان ولسمشرانو ځانګړو استازو سره هم کتلي او روسیې او ازبکستان هم یاده ناسته کې د افغانستان له دریځ ملاتړ کړی دی.

تړلي موضوعات