روسیې او ازبکستان د ا.ا له دریځه ملاتړ وکړ

روسیې او ازبکستان د ا.ا له دریځه ملاتړ وکړ سیاست
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد او ورسره مل پلاوی ضمیر کابلوف او ارګاشف سره د خبرو اترو پر مهال

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د دوحې ناستې وړاندې د روسیې او ازبکستان ولسمشرانو ځانګړو استازو ضمیر کابلوف او عصمت الله ارګاشف سره کتلي.

مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه ليکلي، دې کتنو کې روسیې او ازبکستان د اسلامي امارت له دریځ څخه ملاتړ کړی.

بلخوا د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت ویلي، چې د دوحې ناستې تر رسمي پیل وړاندې به افغان پلاوی د سعودي عربستان، هند، قزاقستان، بریتانیا، ناروې، نیدرلینډ، اندونیزیا او ملګرو ملتونو له استازو سره لیدنې کتنې ولري.

تړلي موضوعات