دوحې ناسته کې به له اجڼدا سره سم بحث کېږي

دوحې ناسته کې به له اجڼدا سره سم بحث کېږي سیاست
قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر او د دوحې درېیمې ناستې د پلاوي غړی سهیل شاهین

قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر او دوحې درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي غړي سهیل شاهین ویلي، د دوحې ناسته مدنې ټولنې پورې اړه نه لري او په دې کې به په هغو موضوعاتو بحث کېږي، چې په ولس پورې اړه لري.

سهیل شاهین د دوحې ناستې تر پیلېدو وړاندې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، د نړیوالې ټولنې له لوري په افغانستان لګېدلې بندیزونه باید لرې او افغان سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي، چې تر ټولو زیات زیان یې عام ولس ته رسېږي.

ښاغلي شاهین ویلي، اسلامي امارت نشه یي توکي په بشپړ ډوله له منځه وړي او اوس باید د بزګرانو د لاسنیوي په موخه هغوی ته بدیل کښت برابر شي، چې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې خپل مسئولیت اداء کړي.

نوموړي نړېوالو ته په خپل پیغام کې زیاته کړې، چې د افغانستان ټول مسائل د مثبت تعامل له لارې حل کېدای شي فشارونه او یرغلونه پایله نه ورکوي.

د دوحې درېیمه ناسته نن پیلیږي، چې د اسلامي امارت د پلاوي په ګډون د نړۍ څه باندې ۳۰ هېوادونو او نړېوالو بنسټونو استازي یې ګډونوال دي.

تړلي موضوعات