ګڼ هېوادونه ا.ا سره د اړېکو پراختیا ته لېواله دي

ګڼ هېوادونه ا.ا سره د اړېکو پراختیا ته لېواله دي سیاست
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د کورنیو چارو وزیر او استخباراتو عمومي رئیس سره د کتنې پر مهال

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې د افغانستان او سیمې وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

دې کتنه کې خلیفه سراج الدین حقاني او ملا عبدالحق وثیق متحده عربي امارتو ته د خپل وروستي سفر او د هغه هېواد له چارواکو سره لېدنې د دواړو هېوادونو داړیکو پراختیا لپاره مهمې بللې دي.

دې کتنه کې دواړو مشرانو ویلي، ګڼ شمېر نور هېوادونه له اسلامي امارت سره د اړېکو پراختیا ته لېوالتیا لري.

بلخوا دې کتنه کې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د هر اړخېزې سیاسي پالېسۍ په رڼا کې د ښه او مثبت تعامل غوښتونکی دی.

سیاسي مرستیال ویلي، د مثبت تعامل په پایله کې له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې په پراخېدو دي، چې دا د اسلامي نظام د سیاسي پرمختګ ښودنه کوي.

د یادونې ده، چې دا مهال اسلامي امارت له شاوخوا ۴۰ هېوادونو سره فعالې سیاسي او ډيپلوماټېکې اړیکې لري او د افغانستان سفارتونه هلته فعالیت کوي.

تړلي موضوعات