د دوحې ناستې وروسته نور لېده کاته جلا دي

د دوحې ناستې وروسته نور لېده کاته جلا دي سیاست
د بهرچارو وزارت درېیم سیاسي رئیس ذاکر جلالي

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس ذاکر جلالي وایي، د دوحې درېیمې ناستې پرانېسته به له اجنډا سره سم نن د جون په ۳۰ مه ځایي وخت د ماښام ۶:۴۵پیل او په ۸:۴۵ پای ته ورسېږي.

ذاکر جلالي ویلي، د دغې دوه ورځنۍ ناستې په لومړۍ ورځ به پر مالي او بانکي بندیزونو او خصوصي سکټور خبرې کیږي او په دویمه ورځ به د نشه یې توکو پرضد د مبارزې او پرمختګ په اړه خبرې اترې وشي.

نوموړي زیاته کړې، د یادو بحثونو له پای ته رسېدو سره د دوحې درېیمه ناسته رسما پای ته رسېږي.

جلالي همداراز ویلي، د غونډې پای ته رسېدو وروسته که د غونډې ځیني استازي چا سره ناسته کوي په یادې غونډې پورې تړاو نه لري.

د افغانستان په اړه د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په مشرۍ پنځه کسیز پلاوی دغې غونډه کې د ګډون په موخه دوحې ته رسېدلی.

تړلي موضوعات