د افغانستان اسلامي امارت د کوېټ امیر پر مړینه خواشیني ښودلې

د افغانستان اسلامي امارت د کوېټ امیر پر مړینه خواشیني ښودلې سیمه
د کوېټ هېواد امیر الشیخ نواف الأحمد الجابر الصباح

د افغانستان اسلامي امارت د کوېټ هېواد امیر الشیخ نواف الأحمد الجابر الصباح پر مړینه خواشیني ښودلې.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، چې اسلامی امارت او ټول افغان ولس د کوېټ هېواد له ولس سره په دې ستر غم کې ځان شریک بولي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې د کوېټ باقې پاتې مشرانوته له الله تعالی څخه توفیق غواړو، چې دغه غمیزه په ښه ډول مدیریت کړي او د کوېټ راتلونکي لپاره ښه تصمیم ونیسي.

د یادونې ده، چې د کوېټ امیر امیر الشیخ نواف الأحمد الجابر الصباح نن ورځ د ۸۶ کلونو په عمر ومړ.

تړلي موضوعات