د اسلامي امارت ویاند به د دوحې دریمه ناسته کې د پلاوي مشري وکړي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، د دوحې ناستې په تړاو د همغږۍ غونډه شوې، چې په کې د افغانستان بانک مرستیال نور احمد اغا، د کورنیو چارو وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق همکار او د صنعت او سوداګرۍ سلاکارانو په کې ګډون کړی وو.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د هدایت سره سم به د دوحې راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د پلاوي مشري وکړي.
د دوحې ناسته کې د افغانستان پر مالي او بانکي سیسټم د بنديزونو، د خصوصي سکتور د پرمختګ په لار کې پر ننګونو او د مخدره موادو پرضد د افغانستان حکومت پر اقداماتو خبرې اترې کیږي.
ټاکل شوې د دوحې دا دریمه ناسته به د روانې جون میاشتې په ۳۰ پیل او د جولای میاشتې تر لومړۍ نیټې به دوام وکړي.