ا.ا.ا تل پر مشترکو مسایلو د جامع او پایلو درلودونکو خبرو ټینګار لري
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له هغو څرګندونو هرکلی کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت سره یې د لا زیاتو باثباته، دوامداره او ریښتینو خبرو اترو ملاتړ کړی.
وزارت زیاتوي، اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې د یوه مسئول حکومت په توګه چمتو دی، څو د ګډو مسایلو په اړه له ټولو اړخونو سره هر اړخیزې او پایله لرونکې خبرې اترې وکړي.
په همدې حال کې افغان حکومت افغانستان کې د اشغال پای ته رسېدو ته په اشارې ویلي، چې د ناامنیو لاملونه له منځه تللي او د لویو پروژو پلي کېدو او پانګونې ته زمینه برابره شوې ده.