ارمنستان فلسطین په رسمیت وپېژنده

ارمنستان فلسطین په رسمیت وپېژنده سیاست
فلسطین - بیت المقدس

العربیه رسنۍ خبر ورکړی، چې د جمعې په ورځ د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، ارمنستان په رسمي ډول د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند.

ارمنستان وروسته له هغې دا اقدام وکړ، چې څه موده وړاندې په غزې کې د جګړې له دوام سره هم مهاله ایرلنډ، نروژ او اسپانیا د فلسطین حکومت د رسمیت پېژندلو اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې له فلسطین څخه د ملاتړ په موخه د روان کال مۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۱۹۳ غړو هېوادونو له لوري ۱۴۳ هېوادونو په ملګرو ملتونو کې د فلسطین غړیتوب ته مثبته رایه ورکړه. 

تړلي موضوعات