د دوحې ناسته کې په خصوصي سکټور، بانکي او مالي مسائلو خبرې اترې کيږي
د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، د دوحې درېیمه ناسته کې به په خصوصي سکټور، بانکي او مالي مسائلو او له نشه یي توکو سره په مبارې خبرې اترې وشي.
د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست مشر ذاکر جلالي په خپله ایکس پاڼه ویلي، د دوحې تېرو ناستو په خلاف درېیمه ناسته کې د افغانستان پلاوي ګډون ته شرایط برابر شوي دي.
ښاغلي جلالي ویلي، د دوحې درېیمې ناستې اجڼدا ښيي، چې دې ناسته کې به په خصوصي سکټور، مالي او بانکي مسائلو، له نشه یي توکو سره په مبارزې او بدیل باندې یې خبرې اترې وشي.
که څه هم ذاکر جلالي د دوحې درېیمې ناستې په اړه څه ناڅه جزئیات ورکړي، خو دایې نه دې ویلي، چې اسلامي امارت به دغې ناسته کې په کومه کچه ګډون وکړي.
د یادولو ده، چې د دوحې درېیمه ناسته به د روانې جون میاشتې په ۳۰مه نېټه پیل او د جولای میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.