د اسرائیلو حکومت رهبري کې اختلافونو اوج؛ د ملي امنیت وزیر له امنیتي غونډې منع شوی

د اسرائیلو حکومت رهبري کې اختلافونو اوج؛ د ملي امنیت وزیر له امنیتي غونډې منع شوی نړۍ
د اسرائیلو حکومت د رهبري غړي

د اسرائیلو حکومت رهبري کې د اختلافونو په زیاتېدو سره لومړي وزیر د امنیتي غونډې ته د بن ګویر د ورتلو مخنیوی کړی.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین متنیاهو د دې هېواد د ملي امنیت وزیر بن ګویر د دولتي اسرارو په افشا کولو تورن کړی او په امنیتي غونډه کې یي د هغه د ګډون مخنیوی کړی.

د صهیونیستي رژيم لومړي وزیر په یوه بیانیه کې ویلي، د کورني امنیت وزیر د دې رژیم خصوصي مکالمې او په سیاسي – امنیتي کابینه کې محرمانه خبرې اترې افشا کړې دي.

بلخوا بن ګویر د دغو تورونو په ردولو سره ویلي، له هغه قانون له ملاتړ کوي، چې د نتنیاهو په ګډون د کابینې غړي د دروغ معلومولو الې په وسیله کشف ترسره کړي. 

په اشغالګر رژیم کې دغه په لوړه کچه اختلافات په داسې حال کې رامنځته کیږی، چې د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر له دې وړاندې د ځینو اختلافونو له کبله اسرائیلو د جنګ کابینه منحل کړه.

تړلي موضوعات