له ۲۴ کلونو وروسته شمالي کوریا ته د پوتین سفر

له ۲۴ کلونو وروسته شمالي کوریا ته د پوتین سفر نړۍ
شمالي کوریا ته د پوتین سفر

نړیوالې رسنۍ خبر ورکوي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یو رسمي سفر د شمالي کوریا پلازمینې پيونګ يانګ ته رسېدلی دی.

د العربیه خبري شبکې د خبر پر اساس پوتین د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه دې هیواد ته تللی، چې کیم جون اونګ یې تود هرکلی کړی دی.

کرملین ماڼۍ هم ویلي، چې د دې سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو پیاوړي کول او پراخول دي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال د شمالي کوریا مشر کیم جون اونګ مسکو ته سفر کړی و او وروسته له ۲۴ کلونو څخه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پیونګ یانګ ته سفر کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورستیو کې د دې دواړو هیوادونو ترمنځ امنیتي او دفاعي همکارۍ زیاتې شوي، چې په وروستي اقدام کې تېره اونۍ شمالي کوریا لس زره له بېلابېل ډوله وسلو څخه بار کانټینرونه مسکو ته ولېږل.

تړلي موضوعات