د نظام پیاوړتیا د ټولو عزت خوندي کولی شي

د نظام پیاوړتیا د ټولو عزت خوندي کولی شي سیاست
د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله

عالیقدر امیر المومنین پر افغانانو غږ وکړ، چې خپل نظام تقویه کړئ، څو د ټولو عزت خوندي شي.

امیرالمومنین چې د اختر په لومړۍ ورځ یې کندهار کې وینا کوله عام او خاصو ته په خطاب کې وویل، پر یو بل بد مه وایئ، ټول سره وروڼه یو، د یو پیغمبر امت یو.

امیرالمومنین له عاموخلکو هم وغوښتل، چې مسولینو سره مرسته وکړي او هغوی ته نېکې مشورې ورکړي.

عالیقدر امیرالمومنین د مشورو ارزښته ته په ټېنګار وویل، ماته هم نصیحت وکړئ.

د اسلامي امارت مشرتابه د ټولنې جوړول د ټولو ګډ مسولیت یاد کړ.

تړلي موضوعات