زه پر شیطاني سیاست باور نه لرم

زه پر شیطاني سیاست باور نه لرم سیاست
د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله

دا په کندهار کې د چارواکو او عامو خلکو ترمخ د امیر المومنین د وینا هغه ټکی دی، چې اختلاف ته یې د فتنې نوم ورکړ.

عالیقدر امیرالمومنین وویل، زه په نظام کې د ننه او د باندې د عامو او خاصو مسلمانانو ترمنځ اختلاف نه غواړم.

امیرالمومنین پر یووالي د ټېنګار لپاره شدید او سخت کلمات وکارول او زیاته یې کړه، که ټول هم راته یو لاس شی او ما له دې منصب لرې کړی خوشحال یم خو په خپلمنځي اختلاف نه خوشحالیږم.

امیرالمومنین وویل، په نفاق کې سیاست کېږي خو دا شیطاني او فرعونی سیاست دی، نوموړي چارواکو ته د توصيې په ډول وویل، په طاعون مرض راضي شئ خو پر اختلاف مه راضي کېږئ.

تړلي موضوعات