سعودي عربستان کې د حج مراسمو پر وخت ۱۴ اردني حاجیانو ژوند له لاسه ورکړی

سعودي عربستان کې د حج مراسمو پر وخت ۱۴ اردني حاجیانو ژوند له لاسه ورکړی نړۍ
سعودي عربستان کې د حج مراسم

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې سعودي کې د هوا بې کچې تودوخې له امله ۶ تنه اردني حاجیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ تنه لادرکه شوي دي.

د خبر له مخې، د حج په مراسمو کې تر اوسه ۱۴ تنو اردني حاجیانو ژوند له لاسه ورکړی، چې د شپږو تنو د مړینې لامل د هوا تودوخې کچه لوړېدل ښودل شوي.

ویل کېږي، چې نن ښایي سعودي عربستان کې د هوا تودوخې کچه تر ۴۷ سانټي ګرېډ درجو پورې ورسېږي.

تړلي موضوعات