د ا.ا چارواکي د خپل هېواد پرېکړو کې اصلي تصمیم نیوونکي دي
دغه څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره په ټلیفون خبرو کې کړې دي.
علي باقري په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د اسلامي امارت چارواکي د خپل هېواد د پریکړو اصلي تصمیم نېوونکي دي او هغو کسانو ته چې پخوا یې ویجاړوونکی رول او د اوسنیو ستونزو مسول دي، د لاسوهنو اجازه نه ورکوي.
د ایران سرپرست بهرنیو چارو وزیر په عینې حال کې ویلي، کابل او تهران د دوه داسې ګاونډیو په حیث چې ګڼ مشترکات سره لري، د سیمې د امنیت او ثبات لپاره په همغږۍ هڅې کوي.
ښاغلي باقري زیاته کړې ده، په دې ټلیفوني خبرو کې یې د فلسطین د ملاتړ لپاره د اسلامي هېوادونو په یووالي هم ټېنګار کړی دی.