د خپلو دیني ارزښتونو د پالنې یو بې مثاله ننداره

د خپلو دیني ارزښتونو د پالنې یو بې مثاله ننداره نړۍ
د غزې خان یونس ښار کې خلک د اختر لمونځ اداء کوي

د خان یونس جګړه ځپلي ښار په ویجاړو ودانیو کې د لوی  اختر لپاره په لمونځ ولاړو فلسطیني مسلمانانو د طاغوت ټولو لښکرو او د هغوی سرلارو ته دا پیغام ورکړ، چې دوی له خپلو دیني ارزښتونو په هېڅ قیمت نه په شا کېږي.

دا په اور او لمبو کې پر فلسطیني مسلمانانو دویم اختر دی، چې راځي خو لا هم د توحید پالنې پر روحیه روزل شوی ولس په هر حالت کې له خپلو دیني روایاتو پالنه کوي.

له بل لوري د حماس غورځنګ سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه په خپل اختریز پیغام کې د صهیونیستي رژیم پر ماتې ټینګار کړی دی.

د حماس غورځنګ له لوري په خپور شوي پیغام کې راغلي، د غزې په اته میاشتنۍ جګړه کې صهیونیستي رژیم خپلې هېڅ موخې ته نه دی رسیدلی.

حماس غورځنګ همداراز د لبنان حزب الله، یمن حوثيانو او د عراق اسلامي مقاومت ډلې ځواکونو ستاینه کړې، چې د واحد دښمن پر وړاندې جګړه کوي.

تړلي موضوعات