د هرات - کندهار لویې لارې د ۱۳۰ کلیومتره سړک ترمیم چارې ۹۰سلنه بشپړې شوې
ټولګټو چارو وزارت: د هرات - کندهار لویې لارې د ۱۳۰ کلیومتره سړک ترمیم چارې ۹۰سلنه بشپړې شوې
د ټولګټو چارو وزارت وایي: چې د ۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت د هرات - کندهار لویې لارې د ۱۳۰ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د یاد وزارت لوري د یادې لویې لارې اړوند د هرات ولایت له شوز څخه د فراه ولایت تر جوزار پورې دوام لري، چې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د ټولګټو وزارت د رسنیو دفتر ویلي، یاده پروژه د هرات ولایت د ټولګټو ریاست پروسونل او ماشینرۍ څخه په ګتې اخیستنې سره پر مخ وړل کیږي، چې پاتې چارې به یې په نږدې راتلونکې کې بشپړي شي.
د ټولګټو وزارت زیاته کړې، د یاد سړک په ترمیم سره به پر دې مسیر د تلونکو مسافرو د تګ او راتګ ستونزې هم هوارې شي.