اسلامي امارت د دوحې ناسته کې د ګډون پرېکړه وکړه

اسلامي امارت د دوحې ناسته کې د ګډون پرېکړه وکړه سیاست
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد حریت نیوز ته ویلي، چې د اسلامي امارت استازي به په دې غونډه کې ګډون ولري او هلته به د افغانستان له موقف او دریځ څخه استازیتوب وکړي.

نوموړي دغه ناسته د افغانستان په ګټه وبلله.

ښاغلي مجاهد ویلي، اسلامي امارت د دوحې دریمې ناستې اجنډا له څېړنې وروسته دې ناسته کې د ګډون پرېکړه کړې.

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو له لوري دوحه کې جوړېدونکې دریمه ناسته به د روانې جون میاشتې په ۳۰ مه نېټه تر سره شي، چې د افغانستان په تړوا په کې پر یو شمېر مهمو مسایلو خبرې اترې کېږي.

تړلي موضوعات