د اشغالګرو بده ورځ؛ رفح کې د یو ماین په چاودنه کې اته پوځیان وژل شوي

د اشغالګرو بده ورځ؛ رفح کې د یو ماین په چاودنه کې اته پوځیان وژل شوي نړۍ
رفح ښار کې د صهیونیستي رژیم پوځیان

رویټرز خبري اژانس د اسرائیلي چارواکو له قوله ویلي، چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د شنبې په ورځ اته پوځیان ووژل شوي دي.

اشغالګر پوځ ویلي، چې دغه پوځیان د انجینرۍ د یوې ډلې غړي وو چې پوځي موټر یې د رفح ښار لویدیځ د تل السلطان سیمه کې په یو مایین ور برابر شوی دی.

ها خوا بیا د حماس غورځنګ هم دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې د اسرائیلو دغه پوځي موټر د دوی له لوري په یو ښخ شوي ماین ور برابر او له مینځه تللی دی.

تړلي موضوعات