شمالي کوریا روسیې سره د ۱۰ زره کانټینره وسلو او مهماتو مرسته کړې

شمالي کوریا روسیې سره د ۱۰ زره کانټینره وسلو او مهماتو مرسته کړې نړۍ
د روسیې او شمالي کوریا ولسمشران

روسي رسنیو خبر ورکړی، چې شمالي کوریا روسیې ته د وسلو او مهمات ۱۰ زره کانټینري مرسته استولې، چې د توپ ۵ میلیونه مرمۍ هم په کې شاملې دي.

د وسلو او نورو جنګي مهماتو دغه مرسته وروسته له هغې روسیې ته استول کیږي، چې د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون تېر کال روسیې ته سفر وکړ، چې له هغه وروسته د دواړ هېوادونو ترمنځ پوځي مرستو همکاري هم زیاته شوې ده.

بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تازه ویلي، چې دا مهال یې شاوخوا ۷۰۰زره پوځیان په اوکراین کې په جګړه بوخت دي.

تړلي موضوعات