مسکو وايي، که کیف امن غواړي نو سیمې دې ور پریږدي او د ناټو ملګرتیا ته دې زړه نه ښه کوي

مسکو وايي، که کیف امن غواړي نو سیمې دې ور پریږدي او د ناټو ملګرتیا ته دې زړه نه ښه کوي سیاست
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

دا کیف ته د مسکو له لوري وړاندي شوي تازه شرطونه دي، چې د ویلادیمیر پوټین په خبره امن او ټېکاو ته لار اوارولی شي.

د روسیې ولسمشر ویلا دیمیر پوټین د جمعې په ورځ ویلي، روسیه به هغه وخت اوکراین کې خپله جګړه پای ته ورسوي، چې کییف د مسکو لخوا ادعا شوې ټولې سیمې تسلیم او له ناټو سره د یوځای کېدو له غوښتنه دې تېر شي.

په ورته مهال اوکرایني چارواکو د پوتین دا شرطونه سلیم عقل ته سپکاوی بللی او رد کړي یې دي.

د یادونې ده، چې دونیتسک، لوهانسک، خرسون او زاپورزیه هغه سیمې دي، چې روسیه یې د خپلې خاورې برخې بولي او له دوه کلونو راهېسې مسکو او کیف یې پر سر جګړې کوي.

تړلي موضوعات