د امریکا پوځ کې د سرتېرو ځان وژنه څو برابره زیاته شوې

د امریکا پوځ کې د سرتېرو ځان وژنه څو برابره زیاته شوې نړۍ
د امریکا پوځ سرتېري چې له ناوړه رواني حالت سره مخ دي

د امریکا USA TODAY ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، د امریکا پوځ کې د سرتېرو د ځان وژنې شمېرې ترهغو څو برابره زیاتې دي کوم چې له دښمن سره په جګړه کې وژل کېږي.

د دغې ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي، چې د روان ۲۰۲۴ میلادي کال له پیله تر اوسه د امریکا پوځ کې ۵۵ سرتېرو ځان وژنه کړې ده.

د یادې ورځپاڼې یو څېړنیز راپور ښيي، چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د امریکا پوځ کې ۸۳۳ تنو ځان وژنه کړې ده.

د امریکا پوځ کې د ځان وژنې د لاملونو په نوم دغې تر سره شوي څېړنیز راپور کې همداراز راغلي، چې په همدې موده کې په جګړو کې وژل شویو سرتېرو شمېر یوازې ۹۶ تنه دی.

که څه هم یادې ورځپاڼې د دې ځان وژنو اصلي لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو روان پېژندونکي د دې کړنې لامل روحي ستونزې او وجداني عذاب په ګوته کړی.

تړلي موضوعات