د مالاوي مرستیال ولسمشر د الوتکې لوېدو پېښه کې وژل شوی

د مالاوي مرستیال ولسمشر د الوتکې لوېدو پېښه کې وژل شوی نړۍ
د مالاوي مرستیال ولسمشر غورځېدلې الوتکه

د امریکا سي ان ان ټلوېزیون راپور ورکړی، چې د مالاوي مرستیال ولسمشر سائولوس چلیما او ورسره نهه کسیز پلاوی د الوتکې لوېدو پېښه کې وژل شوي دي.

د مالاوي مرستیال ولسمشر الوتکه وروسته له هغې لادرکه شوه، چې د پلازمینې لیلونګوی شمال ته د سفر پرمهال يې  له رادار سره اړېکه پرې شوه.

الوتکه کې د سپرو د ژغورنې تر عملیاتو وروسته د مالاوي ولسمشر چکویرا دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او دا یې یوه خطرناکه تراژیدې بللې ده.

الوتکه د چکنګوا ځنګل کې نسکوره شوې، چې په بشپړ ډول له منځه تللې ده.

تړلي موضوعات