د افغانستان او ترکمنستان وزیرانو تور غونډۍ بندر کې سره کتلي

د افغانستان او ترکمنستان وزیرانو تور غونډۍ بندر کې سره کتلي  بیارغونه او پراختیا
د افغانستان او ترکمنستان چارواکي لیدنې پر مهال

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خبر ورکړی، چې نن شنبه د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي تور غونډۍ بندر کې د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف او مل پلاوي سره کتلي او د دوی هرکلی یې کړی.

د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي، چې د یاد افغان ـ ترکمنستاني لوړ پوړي هیئت کتنې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي، ټرانزېټي، رېل پټلۍ برېښنا او انرژۍ برخو کې د ګډو پروژو د عملي جریان لیدنه او وده ور کول دي.


تړلي موضوعات