د مالاوي مرستیال ولسمشر الوتکه لا درکه شوې

د مالاوي مرستیال ولسمشر الوتکه لا درکه شوې نړۍ
د مالاوي مرستیال ولسمشر سائولو چیلیما

د راپورونو له مخې تېره ورځ د افریقا ختیځ کې پروت مالاوي هېواد د مرستیال ولسمشر الوتکه  له رادرا وتلې او بې درکه شوې ده.

د دغه هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ د دې خبر په تائید سره ویلي، دغه الوتکه، چې پکې پر مرستیال ولسمشر سائولوس چیلیما او د هغه پخوانۍ مېرمنې سربېره ټول ۱۰ کسان سپاره وو، له پلان سره سم په مزوزو هوایي ډګر کې نه ده ښکته شوې او نا درکه شوې ده.

خبر زیاتوي، چې له الوتکې سره د اړیکو نیولو هڅه شوې خو کومه مثبته پایله یې نده لرلې او د سپرلۍ د مرګ او ژوند په تړاو تر اوسه هېڅ ډول مالومات نشته.

د یاد هېواد چارواکي وایي، سلګونه پولیس او پوځي مامورین په غرونو او ځنګلونو کې د بې درکه الوتکې پلټنه کوي.

تړلي موضوعات