د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې تړانګه کې د اوربند له طرحې ملاتړ وکړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې تړانګه کې د اوربند له طرحې ملاتړ وکړ سیاست
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

رویټرز راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې تړانګه کې د اوربند په اړه د امریکا ولسمشر جوبایډن طرحې ملاتړ کړی.

یادې شورا له اسراییلو او حماس غوښتي چې دغه طرحه دې د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره ومني.

ورته مهال حماس د امریکا له دغې طرحې ملاتړ کړی او د منځګړو په مرسته د دغې طرحې د اصولو اجرا لپاره یې همکارۍ ته چمتوالی ښودلی.

ویل کېږي روسیې دغې طرحې ته ممتنع رایه ورکړې او د امنیت شورا پاتې ۱۴ غړو ترې ملاتړ کړی.

د یادولو ده، چې دغه طرحه درې مرحلې لري او د روان کال د مۍ میاشتې په ۳۱ نېټه د امریکا ولسمشر جوبایډن له لوري وړاندې شوه.

تړلي موضوعات