مسکو د ممنوعه سازمانونو څخه د ا.ا نوم د لرې کولو په حال کې دی
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، مسکو د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم پر وېستلو څېړنه کوي.
تاس خبري اژانس د ماریا زخاروا له قوله ویلي، د اسلامي امارت نوم له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اړیکو د اړتیا له کبله څېړل کېږي.
اغلې زخاروا له اسلامي امارت سره د روسیې تعامل د خپل هېواد په ګټه بللې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې قزاقستان د اقتصادي همکاریو په پلمه د اسلامي امارت نوم د ممنوعه سازمانونو له لیست څخه وویست.