موږ باید اسلامي امارت د یو واقعیت په توګه ومنو

موږ باید اسلامي امارت د یو واقعیت په توګه ومنو سیاست
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الساندر پانکین

د روسیې بهرنیو چارو مرستیال وزیر الکساندر پانکین د سنټ پټرزبورګ نړېوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې ویلي، اسلامي امارت ټول افغانستان کنټرول وي، چې ور سره د اړیکو لپاره دوی له دې زیات انتظار نشي کولی.

برنا خبري آژانس ددغه روسي ډېپلوماټ له قوله لیکلي، راځئ د افغانستان سرپرست حکومت د افغانستان حکومت وبولو.

پانکین زیاته کړې، د دې اقتصادي فورم په څنډه کې د روسیې او ا.ا.ا ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې نه دي پلان شوي او یواځې د عمومي غونډې په ترڅ کې به د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو له وزیر سره په اړیکه کې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کار او ټولنيزو چارو وزير د دې اقتصادي غونډې په څنډه کې د روسيې د کار او ټولنيز امنيت له وزير سره د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو د پراختيا په باب خبرې کړې دي.

تړلي موضوعات