د فلسطین په ملاتړ زرګونو لاریون کوونکو سپینه ماڼۍ کلابنده کړه

د فلسطین په ملاتړ زرګونو لاریون کوونکو سپینه ماڼۍ کلابنده کړه نړۍ
د فلسطین په ملاتړ د سپينې ماڼۍ مخته را ټول شوي لاریون کوونکي

زرګونه لاریون کوونکي د فلسطین په ملاتړ د سپېنې مانۍ مخ ته راټول او له بایډن یې وغوښتل، چې د اسراییلو له ملاتړ دې نور لاس واخلي.

ګارډین ورځپاڼۍ لیکلي، لاریون کوونکو له ځانونو سره هغه تختې هم لېږدولې، چې پرې لېکل شوي و، بایډنه ستا لاسونه په وېنو لړل شوي او فلسطین ازاد کړئ.

لاریون کوونکو همداراز په غزه کې د نسل وژنې پر ضد شعارونه ورکول.

بلخوا پولیسو د لاریون کوونکو تیت پرک کولو لپاره له مرچ لرونکې سپرې استفاده کړې او ځېنې لاریون کوونکي یې نیولي دي.

د سپېنې مانۍ مخ ته لاریون وروسته له هغې تر سره شو، چې بایډن په خپله وروستۍ بیانیه کې پر رفح ښار د صهیونیستي رژیم بریدونو ته په غبرګون وویل، دا بریدونه اسراییلو سره د امریکا ملاتړ سره کرښه نه نقض کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ساعتونو کې پر غزه د اشغالګرو اسراییلو په بریدونو کې ۲۱۰ تنه شهیدان او ۴۰۰ نور ټپيان شوي دي.

تړلي موضوعات