ملګرو ملتونو د اسراییلو پوځ تور لېست کې شامل کړ

ملګرو ملتونو د اسراییلو پوځ تور لېست کې شامل کړ سیاست
د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو کوتریش

سي این این ټلویزیون راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوترېش د اسراییلي پوځ نوم د سرغړوونکو په هغه نوملړ کې شامل کړی، چې د ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی کوي.

د راپور له مخې ګوترېش ویلي، اسراییلي پوځیانو غزه کې پر ماشومانو هیڅ رحم نه دی کړی او نه هم ترې دا تمه کېدای شي.

د دغې پرېکړې پر مهال ملګرو ملتونو کې د اسراییلو استازي، ګیلاد ارډن بیا دغه پرېکړه غندلې او دا  یې یوه شرموونکې پرېکړه بللې.

پر خواله رسنیو یوه ویډیو لاس په لاس کېږي، چې د اسراییلو استازي ارډن پکې په تونده لهجه خپل مشرانو ته وایي، یوازې هغه څوک چې نن ورځ په تور لیست کې دی هغه عمومي منشي دی، چې د جګړې له پېل راهېسې او حتی مخکې یې پرېکړې وسلوالو ډلو ته ډالۍ ورکوي.

د غزې روانه جګړه کې د امریکا له ملاتړ برخمن اشغالګر رژیم تر دا مهاله له ۱۵ زره او  ۵ سوو زیات ماشومان شهیدان کړي او زرګونه نور یې ټپیان کړي دي.

تړلي موضوعات