جرمني دې د افغان اتباعو د ویستلو موضوع د معقول میکانیزم له لارې حل کړي
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له جرمني څخه د افغان اتباعو د ویستلو موضوع په تړاو د دې هېواد د لومړي وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، له المان څخه د افغان اتباعو د ویستلو بهیر څاري او هیله ښیي، چې د اتباعو د حقونو د خوندیتوب په موخه یاده موضوع د ډيپلوماټیکو چینلونو له لارې حل شي.
په دې اړه د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، چې په یوه او بله پلمه دې افغان اتباع له نا معلوم برخلیک سره د نړېوالو کنوانسیونونو خلاف نورو هېوادونو ته نه سپارل کیږي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په الماني چارواکو غږ کړی، چې دا موضوع دې د نورمالو قونسلي تعاملاتو او معقول میکانیزم له لارې د دوه اړخیزې هوکړې پر بنسټ حل کړي.
د یادونې ده، چې د المان لومړي وزیر اولف شولتز د هغه هېواد په پارلمان کې د وینا پر مهال ویلي، چې په دې هېواد کې د جدي مجرمینو او خطرناکو کسانو د ویستلو په تړاو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره خبرې پیل کړې.