ملګرو ملتونو د ا.ا پر څو مشرانو د سفر بندیزونه پای ته ورسول

ملګرو ملتونو د ا.ا پر څو مشرانو د سفر بندیزونه پای ته ورسول سیاست
د افغانستان به څلورو لوړ پوړو چارواکو د ملګرو ملتونو له خوا د سفر بندیز لیري کول

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ په یو اقدام کې د افغانستان د اسلامي امارت پر څو لوړو پوړو مشرانو د سفر بندیزونه لرې کړي دي.
د یاد اقدام له مخې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د استخباراتو لوی ریاست رئیس ملا عبدالحق وثیق او د حج او اوقافو وزارت پر سرپرست وزیر مولوي نور محمد ثاقب د سفر بندیزونه پای ته رسیدلي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بندیزونو کمیټې د اسلامي امارت پر دغو لوړ پوړو مشرانو د سفر بندیز معافیت سعودي عربستان ته د حج د اداکولو په موخه تصویب شوی دی.
د یادونې ده، چې له دې وړاندې د کورنیو چارو د وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ یو پلاوی متحده عربي امارتو ته په سفر تللی وو، چې د دې هیواد له مشرانو سره یې په بیلابیلو موضوعاتو خبرې کړي دي.

تړلي موضوعات