د مهمندرې ولسوالۍ د سیند پر سر به ډیر ژر پل جوړ شي
د ټولګټو چارو وزیر ملا محمدعیسی ثاني د ننګرهار مهمندرې ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولسوالۍ باسول بېلي سیمې کې د سیند پر سر رسما پل منظور کړی، چې ژر به یې د جوړېدو چارې پیل شي.
د ننګرهار د رسنیو مرکز خبر ورکړی، چې یاده سیمه کې د یو کېبلي پل او سړک جوړولو سروې عملآ پیل او ډېر ژر به یې عملي چارې هم پیل شي.
د مهمندرې ولسوالۍ باسول بېله هغه سیمه ده، چې څو ورځې وړاندې په کې د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې څو تنو ژوند له لاسه ورکړی وو.