پاکستان کې د نا امنیو پړه دې پر افغانستان نه اچول کیږي

پاکستان کې د نا امنیو پړه دې پر افغانستان نه اچول کیږي سیمه
مولانا فضل الرحمن د وینا پر مهال

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن تازه یوې غونډې ته وینا کې ویلی، اسلام اباد شل کاله خپلې هوایي اډې امریکا ته ورکړې وې، چې افغانستان کې د مسلمانانو وژلو کې ترې کار اخیستل کېده، خو اسلامي امارت یې تر اوسه په تړاو شکایت نه دی کړی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په حواله نوموړي ویلي، د پاکستان حکومت دغه هېواد کې د روانو نا امنیو په کنټرول کې پاتي راغلی؛ نو غواړي په دې موضوع د پردې اچولو لپاره د ناامنیو پړه پر افغانستان واچوي.

فضل الرحمن همداراز ویلي، که وسلوال له افغانستان راځي نو پر کرښه پراته پوځیان یې ولې مخه نه نیسي؛ په وینا یې هلته پوځیان د څه لپاره پراته دي؟

د یاد ګوند مشر دغه څرګندونې په داسې مهال کوي، چې پاکستان وخت ناوخت تورونه لګوي، چې له افغان خاورې ورته وسلوال ور اوړي، خو اسلامي امارت بیا د دوی دغه ډول تورنه رد کړي او په دغه هېواد کې یې داخلي کړکیچ د دوی داخلي مسله بللې.

تړلي موضوعات