مولوي عبدالکبیر د روغتیا له ډاډمنېدو سره سم دندې ته ستون شوی

مولوي عبدالکبیر د روغتیا له ډاډمنېدو سره سم دندې ته ستون شوی سیاست
د مولوي عبدالکبیر سره د لوړ پوړو چارواکو لیدنه

ارګ خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روغتیا له ډاډمنېدو سره سم دندې ته ستون شوی او تېره ورځ یې له ګڼو چارواکو سره کتلي.

ارګ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې مولوي عبدالکبیر د ناروغۍ له کبله لومړی په کور او وروسته بیا په روغتون کې بستر و.

مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، چې تر درملنې وروسته یې روغتیایي حالت ښه دی او ډاکترانو ورته د کار کولو مشوره ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې په نشتون کې یې په هېواد کې ګڼې ناخوالې رامنځته شوې چې له دې ډلې یې په هرات کې زلزلې په زرګونو کسانو ځپلو ترڅنک له پاکستان څخه په جبر د کډالو د ایستلو لړۍ پیل شوه چې پرې خواشینی شوی دی په خبره یي، زیانمنو هېوادوالو ته د رسیدګۍ په موخه له اړوند مسؤلینو سره په اړیکه کې و.

تړلي موضوعات