د نورو په وېنه او تباهۍ میلیونر شوي ځېنې مخکیني چارواکي

د نورو په وېنه او تباهۍ میلیونر شوي ځېنې مخکیني چارواکي افغانستان
د تېر شل کلن اشغال پر مهال افغانستان کې همداسې یو وضعیت ته لار اواره شوې وه

د جګړو اور ته هغه کسان لمن وهي چې د نورو په وېنه او تباهۍ کې خپل ژوند او ابادي ویني.

د تېر شل کلن اشغال پر مهال افغانستان کې همداسې یو وضعیت ته لار اواره شوې وه.

د «فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکونې» په نوم یو امریکايي بنسټ د تېرې ادارې د لسو چارواکو نومونه افشا کړي چې په دې ورستیو کې یې د ۲۵۷ میلیونه ډالرو په ارزښت اروپا اومتحده عربي اماراتوکې جایدادونه پېرلي دي.

دغه امریکايي بنسټ دغه نوملړ د افشا شویو مالوماتو پر بنسټ چمتو کړی دی.

د محمد قسیم فهیم ورور حسین فهیم او زوی یې ادیب فهیم، د احمد شا مسعود ورور احمد ولي مسعود، د مخابراتو مخکینی وزیر امیرزی سنګین، د ملي دفاع مخکینی وزیر اسدالله خالد، د ملي دفاع وزرات مخکینی مرستیال عتیق الله بریالی، دولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني او زوی یې اجمل  رحماني هغه افشا شوي نومونه دي چې د ۲۵۷ میلیونه ډالرو په ارزښت یې جرمني او دبۍ ښار په بېلا بېلو برخو کې جایدادونه پېرلي دي.

د دې څېړنیز راپور یوه بله برخه کې راغلي، د تېري ادارې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني د شاوخوا ۲۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت المان هېواد کې د اپارتمانونو او کورونو جوړولو باندې لګولې دي.

د یادولو ده، چې د امریکا خزانې وزارت د ۲۰۲۳ کال وروستیو کې په میر رحمان رحماني او زوی یې د فساد او اختلاس له کبله بندیزونه ولګول.

دا یواځې د ګوتو په شمار کسانو نومونه دي چې افشا شول، باور دادی چې په تېرو شلوکلونو کې د افغانانو په وېنه، مقدساتو، ملي ثروت او خاورې ډول ډول معاملې شوي چې اوس یې درنده بیه لاس تر زنې ناست مظلوم ولس پرې کوي.

اوس پوښتنه داده چې دغو کسانو دومره زیاتې پیسې له کومه کړې؟

تړلي موضوعات