سهیل شاهین د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له مرستیال سره کتلي
په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر رئیس محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له مرستیال مارک پوتزل او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي.
سهیل شاهین پر اېکس خواله رسنۍ د دې لیدنې په اړه ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان اوسني حالت، په نشه يي توکو د روږدو درملنې، بزګرانو ته د کوکنارو د بدیل کښت برابرولو، بشري مرستو او د تعامل اهمیت په اړه خبرې کړې دي.