غزني کې د کتاب دوه ورځنی نندارتون پيل شو
د غزني ولایت اطلاعاتو کلتور ریاست له لوري د سړک پر سر د کتاب دوه ورځنی نندارتون پرانېستل شو.
د غزني ولایت د اطلاعاتو کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د دې نندارتون موخه د کتاب نړیوالې ورځې لمانځل، د کتاب لوستلو فرهنګ دودول او مطالعې ته د ځوانانو هڅول دي.
ملا حمیدالله ویلي، دغې دوه ورځني نندارتون کې د دولتي پوهنتونونو او کتاب پلورونکو په مرسته زرګونه جلده کتابونه نندارې ته ايښودل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، د اطلاعاتو کلتور ریاست هڅه کوي، چې د اطلاعاتو کلتور وزارت د رهبري په لارښوونه د دې ولایت ولسوالیو کې هم غني کتابتونونه جوړ کړي، ترڅو ځوانان په اساني سره مطالعې ته لاسرسی ولري.
د یادولو ده، چې دې نندارتون کې کلتور، ادبیاتو، اجتماعي، سیاست، ښوونیز او اقتصادي کتابونه نندارې ته ايښودل شوي دي.